کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ويلي، چې په تېرو دریو کلونو کې یې څه باندې ۸ اعشاریه ۲ میلیونه غوښتونکو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي.
دغې ادارې زیاته کړې، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له پیله تر دې مهاله په ټول هېواد کې څه باندې ۱۴ اعشاریه ۲ میلیونه هېوادوالو ته دغه پېژندپاڼې ورکړ شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ادارې مسوولین وایي، په پام کې لري چې هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه په نږدې راتلونکي کې په هرات، بلخ، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د برښنایې پېژندپاڼو د وېش مرکزونه پرانیزي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/