کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې له ایران څخه ۲ زره ۴۵۴ تنه افغان کډوال له کډوالۍ لاس په سر او بېرته خپل هېواد ته راګرځېدلي دي.
دوی ویلي، چې یاد افغانان د اسلام کلا له لارې هېواد ته را ستانه شوي دي.
دې وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو چاره ګړندۍ شوې ده.
د راپورونو له مخې ایران او پاکستان کې افغان کډوال د چارواکو او پولیسو له بد وضعیت سره د مخ کېدو راپورونه ورکول کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/