کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۷ نېټه):
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي، په تېرو ۱۶ ورځو کې د طبیعي پېښو له امله هېواد کې ۲۱ تنو ژوند بایللی دی.
د دغه وزارت په خبره د وري له لومړۍ بیا د همدې میاشتې تر ۱۶مې د هېواد په ۳۰ ولایاتو کې د سېلابونو او زلزلې له امله ۲۱ تنه مړه شوي او ۱۰۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
د هغه په وینا، ۲ زره ۶۲۵ کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول ویجاړ شوي دی.
د دوی په وینا دغه راز یادو طبیعي پېښو ۸۲۸ څاروي تلف کړي او د څه باندې ۲۷ زره او ۸۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې حاصلات یې له منځه وړي دي.
د وری میاشتې له پیل را وروسته تر تېرې ورځې د هېواد په ګڼو ولایاتو کې اورښتونه ترسره شول، چې له امله یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واوښتل.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/