معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېرو شپږو میاشتو کې له ۲ لکه ۷۰ زرو ډېر افغانان له ایرانه خپل هېواد ته راستانه شوي

تېرو شپږو میاشتو کې له ۲ لکه ۷۰ زرو ډېر افغانان له ایرانه خپل هېواد ته راستانه شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۴ مه نېټه):
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، چې له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو له ډلې یې یو لک تنو قانوني اسناد نه لرل، چې له همدې امله د یاد هېواد له لوري په زوره وېستل شوي او پاتې نور افغانان بیا په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
د چارواکو په وینا، هره ورځ له دوو تر دریو زرو پورې کسان د اسلام کلا او میلت له دروازو ایران ته تګ_راتګ کوي.
په همدې حال کې هېواد ته یو شمېر راستانه شوي کډوال وايي، چې په هېواد کې د بې وزلۍ او بې روزګارۍ له امله اړ شوي وو چې کډوالۍ ته مخه کړي.
دوی له افغان حکومته غواړي چې د دغه ډول کډوالۍ د مخنیوي لپاره باید د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ بیا په یوه تازه ټویټ کې ویلي، چې په افغانستان کې له راستنېدونکو کډوالو او داخلي بې ځایه شویو سره مرستې ته ژمن دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس