معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېرو لسو میاشتو کې له افغانستانه د یو نیم میلیارد ډالرو په اندازه توکي صادرات شوي

تېرو لسو میاشتو کې له افغانستانه د یو نیم میلیارد ډالرو په اندازه توکي صادرات شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۶ مه نېټه):
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو ویلي، د روان کال په پیل کې د هېواد صادرات ۱ میلیارد او ۶ سوه میلیونه ډالرو ته رسېدلي چې د کال تر پایه به دغه کچه نوره هم ډېره شي.
د دغو مسوولینو په خبره هڅه کوي چې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو په پراخولو سره د هېواد صادرات زیات کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، چې د صادراتو زیاتوالی سوداګرو ته د اسانتیاوو په برابرولو پورې اړه لري، خو بیا هم د صادراتو اندازه به دوه میلیارد ډالرو ته ورسېږي.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت زیاتوي، چې تر ټولو ډېر صادرات یې پاکستان، هند، ایران، چین او روسيې ته شوي دي.
اخندزاده زیاته کړې چې تر ټولو ډېر صادر شوي توکي سکاره، جوار، پنبه او ممیز وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس