کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېرو ۳۷ ورځو کې د تورخم پر کرښې نږدې ۱۲ زره کډوالې کورنۍ چې له ۷۰ زرو ډېر افراد کیږي، هېواد ته راستانه شوي دي.
تورخم ښارګوټي کې د کډوالو د ثبت مدیریت وایي، ټول را ستانه شوي کډوال یې د مرستو په موخه اړوندو موسسو ته ورپېژندلي دي.
په ورته مهال د ننګرهار کډوالو چارو ریاست وایي، هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کورنیو لپاره بشپړ چمتوالی لري.
د دوی په خبره، هېواد ته راتلونکو کورنیو لپاره یې دغه ولایت کې ټول ممکنه امکانات برابر کړي او په خبره یې هڅه کوي، چې راتلونکو ستنېدونکو افغانانو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
بل لور بیا هېواد ته راستانه شوي افغانان د پاکستاني حکومت له بد چلند او ځورولو شکایت کوي.
وروسته له هغې چې پاکستاني حکومت افغان کډوالو ته د روانې اکتوبر میاشتې وروستۍ نېټه له پاکستانه د وتلو ضرب الاجل وټاکه، هلته مېشت افغانان له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/