کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۵ مه نېټه)
د ګهيځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلي، چې د روان لمریز کال په اتو مياشتو کې د ۶۵٫۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت شاوخوا ۶۵۴ زره ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي دي.
د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد زیاتوي، چې دغه اندازه د ډبرو سکاره پاکستان، چین، ایران، هند او ترکيې ته صادر شوي دي.
بل لور د کانونو او صنایعو خونه پر دې بارو ده، که چېرې په هېواد کې د ډبرو د سکرو د صادراتو او پروسېس برخې ته پاملرنه وشي، د هغوی د پلور له لارې به کورني عواید زیات شي.
د کانوو او پترولیم وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان د ډبرو سکرو د زېرمو ۷۰۰ کیلومټره کمربند لري، چې سور یې له ۳۵ تر ۴۰ کیلومټرو دی.
دغه کمربند له بدخشانه پیل او په هرات کې پای ته رسیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/