معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېرکال هېواد کې یو نیم میلیون کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوي

تېرکال هېواد کې یو نیم میلیون کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولینو ويلي، چې په تېر یوه کال کې د هېواد په کچه یو میلیون، ۵۲۵ زره او ۴۰۰ کسانو ته د څښاک پاکو اوبه برابرې شوې دي.

د یاد وزارت مسوولینو دغه څرګندونې نن په کابل کې د حکومت د یو کلنو لاسته‌ راوړنو د تشرېح په پروګرام کې کړې دي.

د مسوولینو په خبره، هېواد کې د یو میلیارد افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو ۲۶۶ پروژې هم پلې شوي او د ۱۴۹ پروژو چارې روانې دي.

د ۱۴۹ روانو پروژو په بشپړېدو سره به نورو ۶۶۴زره او ۹۱۶ کسانو ته هم د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

د مسوولینو په وینا د دې ترڅنګ تېر کال د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۱۰۰ چکډېمونه او بندونه هم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس