معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېر کال له افغانستانه د ۱.۹ میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات شوي

تېر کال له افغانستانه د ۱.۹ میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات شوي

ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي کابل ۱۱ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې افغانستان په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ۱.۹ میلیارده ډالرو په ارزښت بهر ته صادرات کړي دي.

دغو صادراتو کې د وړم کال په پرتله دوه سلنه زیاتوالی راغلی دی.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د سالنګ لویي لارې ترمیم، د ډبرو سکرو صادراتو کې کموالی راتلل او د ګاونډیو هېوادونو ستونزو سره سره بیا هم د صادراتو په برخه کې ۲ سلنه زیاتوالی راغلی، چې ۴۱میلیونه ډالره کیږي. سرچینې زیاته کړې، د زراعتي محصولاتو لکه پنبه، وچ انځر او مڼو په صادارتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

په ورته وخت کې کۀ څه هم پاکستان، ازبکستان او تاجکستان  ته په صادراتو کې کموالی راغلی، خو هند، چین او قزاقستان ته بیا افغان صادرات زیات شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د افغانستان صادراتو راتلونکي په اړه یې پلانونه او پروګرامونه، لکه د صادراتو د پروسېس زونونو جوړول، صادراتي ډیټابیس، د صادراتي اسنادو د طی مراحل واحد مرکز، د صادراتو پیاوړتیا پروژو بیا رغونه او د بشري قوې ډېرول هغه څه دي، چې د هېواد د صادراتو په ډېروالی یې اغېز کړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس