کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې ۳۵۰ چکډېمونه جوړ شوي دي.
د خبرپاڼې په وینا له دې ډلې ۱۳۸ پروژې د کرنې او اوبو لګولو وزارت، ۱۱۷ د اوبو او انرژۍ وزارت، او ۱۰۰ پروژې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت لخوا پلې شوي، چې ډېری یې ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوې دي.
د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ د یاد شمېر چکډېمونو د جوړولو خبر داسې مهال ورکوي، چې د افغانستان ګڼې سیمې په تېره بیا جنوب لویدیځه حوزه له اوږد مهال راهیسې وچکالیو سره مخ ده. ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/