معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جاپان افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ:

جاپان افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۰):
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وياند پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، کابل کې د چاپان مرستیال سفیر له افغانستان سره د مرستو د زیاتولو ترڅنګ ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ ته د لارې هوارولو لپاره له نړیوالې ټولنې سره بحثونه کوي.
د وزارت د ویاند په خبره افغانستان کې د جاپان دغه استازي د بهرنیو چارو له وزير سره هم لیدنه ترسره کړې ده. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د چاپان هېواد له لوري افغانستان سره د ۱۰۶ میلیونه ډالرو مرستو او مثبت دیپلوماتیک تعامله مننه کړې او ورته تعامل يې د نړیوالې ټولنې لپاره د ښه خط سیر په توګه یاد کړی دی. د چاپان مرستیال سفیر تاكاشي اوكادا بيا ويلي، جاپان اراده لري چې په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل معیشت، معتادینو سره د تداوۍ او نورو برخو کې هم خپلو مرستو ته زیاتوالی ورکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس