معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جاپان د افغانستان له روغتیایي برخې سره نږدې ۷ میلیونه ډالره مرسته کړې

جاپان د افغانستان له روغتیایي برخې سره نږدې ۷ میلیونه ډالره مرسته کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۷  نېټه):

د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، جاپان د افغانستان له روغتیايي سکټور سره د ۶ میلیونه او ۹ لکه ډالرو مرسته کړې ده.

د راپور پر بنسټ، جاپان دا پیسې په افغانستان کې انتاني او میکروبي ناروغیو ته ځانګړي کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، له دغو مرستو څخه موخه په ساري ناروغیو اخته کسانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کول او د ساري ناروغیو د دقیق تشخیص لپاره د لابراتوارونو په برخه کې مرسته، د افغان – جاپان د ساري ناروغیو د روغتون او په کابل کې د انتاني د ملي روغتون د کاري ظرفیت په اړه ډاډ ترلاسه کول دي.

کابو یوه میاشت وړاندې اروپايي اتحادیې هم په افغانستان کې د ساري ناروغیو د مخنیوي او د دې هېواد روغتیايي خدماتو د ښه والي لپاره ۱۰ میلیونه یورو مرسته کړې وه.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس