معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جرمني په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت ‌‌‌اندېښنه ښودلې

جرمني په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت ‌‌‌اندېښنه ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې جرمني حکومت له پاکستانه د افغان کډوالو پر ډله یيز وېستلو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې په دې هېواد کې د افغان کډوالو وضعت ‌‌ډېرخراب شوی دی.

دا مهال په پاکستان کې تر ۳ زره زيات افغان کډوال اوسیږي، چې جرمني ته د تګ ويزو ته منتظر دي.

پاکستان کې ډېری افغان کډوال جرمني ته د تګ لپاره ويزو ته انتظار کوي او له همدې امله د المان دغه داخلي پروګرام له نیوکو سره مخ شوی.

د بشري حقونو ډلې وایي، د دې هېواد د کارونو ځنډ افغان کورنۍ له خطر سره مخ کړې دي.

د جرمني حکومت ويلي، له پاکستاني چارواکو سره په نږدې تماس کې دي او په دوامداره توګه پر شرایطو د برابرو کډوالو د ملاتړ لپاره هڅې کوي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس