معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جلال آباد، اسعد آباد او پارون کې د هرات او بادغیس زلزله ځپلو ته د مرستې ټولولو خېمې ودرول شوې

جلال آباد، اسعد آباد او پارون کې د هرات او بادغیس زلزله ځپلو ته د مرستې ټولولو خېمې ودرول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد او د کونړ ولایت په مرکز اسعد آباد او د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د هرات او د بادغیس وروستیو زلزلو له قربانیانو سره د مرستې را ټولولو په موخه خیمې درول شوې دي.
په جلال آباد کې د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور رياست تر چتر لاندې د رضاکارو ځوانانو له لوري دغه خیمې د درې ورځو لپاره ودرول شوې، چې په کې به د هېواد په لوېديځ هرات او بادغيس کې زلزله ځپلو لپاره مرستې راټولې شي.
دغه ولایت کې د ځوانانو چارو آمر ویلي، د دغو خېمو پرمټ به ننګرهار مېشتي ولسونه د خپلو ځپل شويو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.
همدا راز د کونړ ولایت په مرکز اسعد آباد ښار او د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې هم خلکو او حکومتي چارواکیو د هرات له زلزله ځپلیو سره د مرستې کمپونه ولګول چې دولتي کارکونکي او عام ولس هلته له زلزله ځپلیو سره خپلې مرستې د کمپونو مسوولینو ته سپاري تر څو د هرات ولس ته یې ورسوي.
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې ده چې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په ګڼو ښارونو او ولایتونو کې د هرات او بادغیس له زلزله ځپلیو سره د مرستې را ټولولو همدا شان خیمې ولګول شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس