معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جلال آباد کې د معتادينو یو لوی مرکز په پارک بدلېږي

جلال آباد کې د معتادينو یو لوی مرکز په پارک بدلېږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۴ مه نېټه):
د باختر آژانس د خبر له مخې جلال آباد د ښاروالۍ له لوري چپرهار اډې او انګور باغ څلورلارې ترمنځ د غرفو لرې کولو او د پارک جوړولو چارې عملاً پيل شوې.
د دغه خبر له مخې یاده غځېدلې څلور لارې له اتيا تر سل مترو پلن والی او تر سلګونو مترو پورې اوږدوالی لري، چې له تېرو شلو کلونو راهيسې د معتادينو مرکز و.
یاد آژانس ته جلال آباد ښاروالۍ ویلي، چې د ښار د پاکوالي په خاطر يې د مارکېټونو له مالکينو سره هم خبرې شوي، چې دوی به خپل مارکېټونه رنګ او د ښار ښکلا په برخه کې به له ښاروالۍ سره همکاري کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس