معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جمهوریت روغتون په عصري طبي وسایلو سمبالیږي

جمهوریت روغتون په عصري طبي وسایلو سمبالیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د عامې روغتیا وزارت وایي، کابل کې د جمهوریت روغتون په معیاري توګه رغوي، څو په نړیوالو معیارونو د خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو شي.
د دغه وزارت ویاند ویلي، چې د یاد روغتون د ودانۍ پر بیارغونې سربېره به د یاد روغتون ټولې تشخیصیه او د درملنې څانګې په عصري طبي وسایلو او مسلکي پرسونلو سمبال کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغې چارې ته یې له ۳ میلیاردو افغانیو ډېره بودیجه ځانګړې کړې ده، چې کاري او سمبالوونکې چارې به یې له شپږو میاشتو تر یوه کاله دوام وکړي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ د جمهوریت روغتون د سرطان او هېموډیالېز څانګې به د کابل صدري ابن سینا روغتون ته لېږدول کیږي او نورې برخې به د کابل په علي جناح روغتون کې له همدغو روغتیایي پرسونلو سره خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس