کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې جوزجان کې سلګونو بزګرانو ته پرمختللي کرنېزماشینونه او وسایل ورکړل شول.
د راپور پر بنسټ، د جوزجان د کرنې اوبولګولو او مالداراۍ ریاست مسوولین وايي، دغه کرنیز ماشینونه او وسایل د ۱۱ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ماشومانو د ملاتړ ولایتي دفتر له لوري د یاد ولایت په ۲۲ کلیو کې پر ۴۰۰ بزګرانو وېشل شوي دي.
د جوزجان د کرنې ریاست اجرایوي مدیر ویلي، چې دغه وېشل شوي وسایل بزګرانو ته دا فرصت برابروي، چې په کم وخت کې زیات او با کېفیته حاصلات ترلاسه کړي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/