کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۳۰):
د راپورونو له مخې پخوانی ولسمشر حامد کرزی متحده عربي اماراتو، جرمني او ترکیې ته تر شل ورځني سفر وروسته نن سهار بېرته هېواد ته راستون شو.
نوموړي د خپل دغه سفر په ترڅ کې یادو هېوادونو کې له حاکمو یو شمېر چارواکو او له تللو ځینو پخوانیو چارواکو سره لیدنې ترسره کړې.
د سرپرست حکومت له پیله دا لومړی سفر و چې نوموړي ته په کې بهر ته د تلو اجازه ورکړل شوې وه.
تر دې وړاندې څو وار له هوایي ډګره د نوموړي د بېرته ګرځېدو راپورونه هم خپاره شوی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/