کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۶ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې پاکستان خپلې د کرکټ لوبډلې ته اجازه ورکړې، چې په نړیوال جام کې د ګډون په موخه هند ته لاړه شي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه بيان کې ویلي، چې پاکستان تل دا خبره منلې چې سپورت او سياست بايد جلا وساتل شي او د پاکستان او هند اړيکي بايد د نړيوالو لوبو په لاره کې د خنډ لامل نه شي.
د کرکټ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام سيالۍ دا ځل د هند په کوربه توب ترسره کیږي، چې د کرکټ نړیوالې شورا د مهالوېش له مخې به د اکتوبر پر پنځمه د هند په احمد اباد لوبغالي کې پيل او د نومبر تر ۱۹ نېټې به دوام وکړي.
پاکستان دغه پرېکړه په داسې حال کې کوي چې هند د اسيا کپ سياليو لپاره پاکستان ته له تلو انکار کړی.
د پاکستان حکومت هم د خپلې لوبډلې د امنيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او هيله يې ښودلې، چې د دوی لوبډلې ته دې په هند کې بشپړ امنيتي خونديتوب ورکړل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/