معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / حکومت وایي، هڅه کوي چې هر څه ژر د هرات زلزله ځپلو لپاره سرپناوې جوړې کړي

حکومت وایي، هڅه کوي چې هر څه ژر د هرات زلزله ځپلو لپاره سرپناوې جوړې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې هېواد کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د حکومت وزارت ويلي، چې هرات کې د شویو زلزلو له امله د بې سرپناه خلکو ژوند ورځ تر بلې د سختېدو په حالت کې دی.
د دوی په خبره د ژمي په راننوتلو سره د هغو خلکو ژوند ورځ تر بلې سختیږي، چې کورونه یې زلزلې نړولي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د حکومت وزارت وایي، دغه ولایت کې شویو زلزلو کم ترکمه ۲ زره کورونه په بشپړ ډول او زرګونه نور یې په نیمه ډول تخریب او ویجاړ کړي دي.
دوی وایي، هڅه کوي چې هر څه ژر دوی لپاره سرپناوې جوړې کړي.
دغو زلزلو هرات کې زرګونه کسان مړه او ژوبل کړل.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس