معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / خلیلزاد: که غني تېښته نه وی کړی د جمهوریت او ا.ا تر منځ د ګډ حکومت جوړېدل شوني وو

خلیلزاد: که غني تېښته نه وی کړی د جمهوریت او ا.ا تر منځ د ګډ حکومت جوړېدل شوني وو

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د زمري/اسد ۲۷او د اګسټ میاشتې ۱۸مه نېټه ده) د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې که پخواني ولسمشر اشرف غني له هېواده نه وی وتلی د دوی او ا.ا تر منځ د ګډ حکومت را منځ ته کېدل شونی کار و.
خلیلزاد له امریکايي Axios خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې له افغانستانه د اشرف غني وتو سیاسي حل نا شونی او د نظام تشه یې را منځ ته کړه.
د ده په باور طالبان چمتو وو، چې د حامد کرزي په ګډون یوه سیاسي حل ته غاړه کېږدي.
د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو تړلو ته په غبرګون کې زلمي خلیلزاد وویل، چې د ا.ا ډېری مشران د ښوونځیو د دراوزو پرانستو سره موافق دي خو حکومت یې تر اوسه مخالف او مختلف پلمې وړاندې کړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس