معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوست کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ جګړه لا هم نه ده درېدلې

خوست کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ جګړه لا هم نه ده درېدلې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۰ مه نېټه)

ګهیځ نیوز ته یو شمېر ځایي سرچینو ویلي، چې په دغه سیمه کې له پاکستاني ځواکونو سره جګړه لا تر اوسه پای ته نه ده رسېدلې.

د سرچینو په وینا تېره شپه هم فرضي کرښې ته څېرمه د ډزو غږونه اورېدل کېدل، خو په دوامداره توګه نه وو.

د هغوی په خبره له پاکستاني ځواکونو سره د افغان پوله ساتو ځواکونو جګړه په بشپړه توګه نه ده درېدلې.

له پاکستاني لوري سره د افغان پوله ساتو دغه ستونزه دې وروستیو کې تر بل هر وخت ډېره ترینګلې شوې ده.

یاده جګړه کې تر دا مهاله د اوښتي مالي یا ځاني زیان په تړاو څه نه دي ویل شوي او نه هم رسمي سرچینو د دغې نښتې په تړاو څه ویلي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس