کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست ولایت په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.
د خوست ولايت د امنیې قومندانۍ ویاند رسنیو ته ويلي، چې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند دوه سړکه بازار کې د یو هینو او ټوډي ډوله موټرو ترمنځ ټکر شوی، چې په پایله کې یې یو کس مړ شوی او د دوو مېرمنو په ګډون په کې څلو نور ټپیان شوي دي.
مسؤولینو د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې.
دغه راز د یادې سیمې خلک له موټر چلوونکو غوښتنه کوي، چې د موټر چلولو پرمهال دې ترافیکي اصول رعایت کړي، څو د دې ډول ناورینونو مخنیوی وشي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/