معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوست کې د زن شورا کرومايټ ډبرو کان د استخراج چارې پيل شوې

خوست کې د زن شورا کرومايټ ډبرو کان د استخراج چارې پيل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولايت په ګربزو ولسوالۍ کې د زن شورا کرومايټ ډبرو کان دوه بلاکه چې اول بلاک يې د عبيد ايوب نوري شرکت او دوهم بلاک يې د افغان ايسپيک شرکت د پنځو کلونو په قرارداد ورکړل شوي، نن ورځ يې د استخراج چارې پيل شوې.
د خوست کانونو او پټرولیم رییس ویلي، چې خوست کې يې د غیر قانوني کيندنو مخه ډب کړې او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې ملي ذخاير په غير قانوني توګه لوټ کړي.
د یاد شرکتونو مسوولینو بیا ډاډ ورکړی، چې دوی به په ټول توان سره هڅه وکړي، څو د خپلو فني وسایلو او افغاني انجينيرانو پر مټ په ښه ډول د ياد کان چارې بشپړې کړي.
د خبر له مخې ځایي اوسېدونکو ویلي، چې تېر کې دغه کان په غير قانوني توګه د ځينو کړيو لخوا سپړل کېده، چې ګټه يې شخصي کسانو ته رسېده.
د يادونې وړ ده، چې په خوست ولايت کې له دې وړاندې د ځاځي مېدان ولسوالۍ لنډي روغه رځک منګي او تڼيو ولسوالۍ ورژلي سيمه کې هم د کرومايټ ډبرو کانونو د استخراج چارې پيل شوې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس