معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوست کې د ۱ لک ۷۵ زره ډالرو په ارزښت د اوبو لګولو یو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

خوست کې د ۱ لک ۷۵ زره ډالرو په ارزښت د اوبو لګولو یو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۰ نېټه):
د راپورونو له مخې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، د اوبو لګولو دغه کانال چې ١٣ سوه ٧٥ متره اوږدوالى لري، د ۱۷۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
راپورونه وایي، چې د اوبو لګولو دغه کانال د خوست ولایت علي شېر ولسوالۍ په خادمي سیمه کې رغول شوی دی.
دغه کانال به چې د ١٣٢٠ جريبه کرنيزو ځمکو د خړوبولو ظرفيت لري، کار یې د شمل خرم سمندري حوزې په تخنيکي همکارۍ او د سويس د پراختيايي مرستو ادارې په مالي مرسته د څلورو مياشتو په موده کې بشپړ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس