معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوست کې چاودنې د یوې کورنۍ څلور غړو ته مرګ_ژوبله واړوله

خوست کې چاودنې د یوې کورنۍ څلور غړو ته مرګ_ژوبله واړوله

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۷ نېټه):
د راپورونو له مخې د خوست امنیتي چارواکو ويلي، چې دغلته د يوه ملا امام په کور کې چاودنه شوې ده.
د دوی د اطلاعاتو له مخې د دغې چاودنې له امله دوه ماشومان چې نجونې وې وژل شوې او دوه نور ټپيان شوي دي.
د خوست د امنيې قوماندانۍ ویاند ویلي، چې دا پېښه تېره ورځ د اسماعېل خېلو مندوزيو ولسوالۍ د بهرام خېلو په کلي کې رامنځته شوې ده.
ځایي چارواکو ویلي، چې تر اوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی معلوم، چې دا چاودنه وه او که د بې پیلوټه الوتکې برید و؟
نوموړي ویلي چې په پېښه کې ملا امام مفتي فاروق ته کوم زيان نه دی رسېدلی، خو کوچنۍ لورګانې يې وژل شوي او دوه ماشومان نور یې ټپيان شوي دي.
د امنیې قومندانۍ ویاند ويلي، چې سيمې ته امنيتي ځواکونو رسېدلي او د پېښې په اړه څېړنې کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس