معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د ژمي په رسېدو د میلیونونو افغانانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه

خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د ژمي په رسېدو د میلیونونو افغانانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP افغانستان کې د ژمي په رارسېدو سره د بودیجې کموالي له امله د میلیونونو اړمنو کسانو د ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د دغه سازمان په وینا، افغانستان کې د هوا په سړېدو سره له هرو څلورو کورنیو څخه یو د خوړو ترلاسه کولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دی.

دې ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې د ژغورنې لپاره یوازینۍ وسیله د مرستو دوام دی، خو د بودیجې د کمښت له امله به ډېرې اړمنې کورنۍ له مرستو بې برخې پاتې شي.

یاد سازمان خبرداری ورکړی، چې سوړ ژمی به د هغو کورنیو وضعیت نور هم کړکېچن کړي، چې لا دمخه له لوږې او فقر سره مخ دي.

د نړیوالو مرستو د کمېدو په ترڅ کې دا سازمان د مرستو د پوره کولو لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه کړې.

د خوړو نړیوال پروګرام څرګنده کړې چې د افغانستان خلک دوامداره نړیوالو هڅو او ملاتړ ته اړتیا لري څو له دې سختو شرایطو سره مقابله وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس