معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خېبر پښتونخوا کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید کې شپږ تنه وژل شوي

خېبر پښتونخوا کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید کې شپږ تنه وژل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې د انرژۍ پر تاسیساتو د وسلوالو په برید کې شپږ کسان وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژآنس بیا په سیمه کې د پولیسو د یوه چارواکي له قوله لیکلي، چې شاوخوا ۵۰ وسلوالو په هنګو ولسوالۍ کې د ‘MOL’ په نوم د تېل او ګازو د کمپنۍ پر تاسیساتو برید وکړ او ۴ تنه پولیس او د یادې کمپنۍ دوه کارکوونکي یې ووژل.
د دغه برید مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی، خو په سیمه کې په تېرو وختونو کې دشویو زیاترو بریدونو مسوولیت تحریک طـ.ـالبان پاکستان پر غاړه اخیست.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس