کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې خېبر پښتونخوا کې د یو وسلوال برید په پایله کې د پولیسو دوه افسران وژل شوي دي او یو تن ټپي شوی.
دغو رسنیو زیاته کړې، چې دا پېښه تېره ورځ د خيبر پښتونخوا په چارسدې کې رامنځته شوې ده.
په چارسدې کې د طارق خان په نوم د پولیسو یو مشر رسنیو ته ویلي، وسلوالو د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ، چې په پایله کې دغه مرګ_ژوبله رامنځته شوه.
د دې برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو په تېر کې د دغه ډول بریدونو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان په خپله غاړه اخیستی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/