معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / خېبر پښتونخوا کې یوې چاودنې څلور تنه پاکستاني سرتیري ټپیان کړي

خېبر پښتونخوا کې یوې چاودنې څلور تنه پاکستاني سرتیري ټپیان کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۳۱ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا باجوړ په ماموند سیمه کې یوې چاودنې څلور تنه پاکستاني سرتیري ټپيان کړي دي.
د دوی د راپور پر بنسټ، د ماموند د پولیسو مرستیال ویلي، دغه موټر د ريموټ کنټرول بم په وسيله په نښه شوى دى.
هغه زياته کړې، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا چاودنه یوه ورځ وروسته له هغې کیږي، چې د خېبر پښتونخوا په دوو جلا بریدونو کې پنځه پولیس ووژل شول او د نهو پولیسو په ګډون ۱۲ کسان په کې ټپیان شول.
د دغو چاودنو مسوولیت تر دا مهاله چا نه دی منلی، خو تېر کې دغه شان چاودنې د پاکستاني طـ.ـالـ.ـبانـ.ـو تحـ.ـریک له لوري ترسره شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس