معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خېریه بنسټونو له سېلاب ځپلو سره ۵۶ میلیونه افغانۍ مرسته کړې

خېریه بنسټونو له سېلاب ځپلو سره ۵۶ میلیونه افغانۍ مرسته کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۱سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخژ د عدلیې وزارت مسوولینو ویلي، چې په دغه وزارت کې ثبت شویو خېریه بنسټونو په بغلان او تخار کې له سېلاب ځپلو سره څه باندې ۵۶ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

د خبر پر بنسټ دغه وزارت له ثبت شویو خېریه بنسټونو او اتحادیو غوښتي وو، چې په بغلان او تخار کې د سېلاب ځپلو لاسنیوی وکړي

څو اوونۍ وړاندې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو اورښتونو له امله سېلابونو کې درانه ځاني او مالي زیانونه واوښتل.

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان سېلاب ځپلو ته د پام لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې وه.

دغه سازمان ویلي، چې له سېلابونو په اغېزمن شویو ولایتونو کې وضعیت ناوړه دی او دغو سېلابونو په بغلان، بدخشان او تخار کې ۶۰ زره کسان اغېزمن او اووه زره او ۸۰۰ کورونه یې ویجاړ کړي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس