معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / درنو واورو هېواد کې د یو شمېر ولایاتو لارې بندې کړي

درنو واورو هېواد کې د یو شمېر ولایاتو لارې بندې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۹ مه نېټه):
ټولګټو چارو وزارت وايي، د تېرې ورځې راهیسې د درنو واورو د اورښت له امله د یو شمېر ولایتونو لارې د تګ_راتګ پر مخ بند شوي.
د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح ویلي، یادې مواصلاتي لارې په بامیان، سرپل، بلخ او فراه ولایتونو کې د واورې ډېر اورښت له امله د ترافیکو د تګ_راتګ پر مخ بندې شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې په بامیانو ولایت کې له یادو لارو پرته نورې ټولې لارې د ترافیکو پر مخ خلاصې دي.
ده ویلي چې د افغانستان په سالنګونو کې هم له تېرې ورځې د واورې اورښت جریان لري، چې تر دې دمه دغه لویه لار د ټېلري موټرو پرته د نورو ټولو بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه ده.
د هوا پېژندنې ادارې د اټکل له مخې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې تېره ورځ او نن د واورې او بارانونو اټکل کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس