معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / دفاع وزارت بیا ځل له ازبکستان او تاجکستانه د چورلکو سپارلو غوښتنه وکړه

دفاع وزارت بیا ځل له ازبکستان او تاجکستانه د چورلکو سپارلو غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې دفاع وزارت یو ځل بیا له تاجکستان او ازبکستانه غوښتنه کړې، چې دغو هېوادونو ته د افغانستان لېږدول شوې چورلکې دې بېرته کابل ته وسپاري.
د دې وزارت ویاند دغه الوتکې د افغان حکومت او خلکو مال بللی او ټینګار یې کړی چې دغه الوتکې به له تاجکستان او ازبکستانه بېرته اخلي.
تر دې وړاندې امریکا اعلان کړی و، چې د جمهوریت د وخت چورلکې او الوتکې به اسلامي امارت ته ور نه‌ کړي.
تاجکستان او ازبکستان ته لېږدول شوې چورلکې د امریکا له لوري پېرل شوې او افغان پوځ ته سپارل شوې وې، خو د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د جمهوري نظام له پرځېدو سره سم د ځينو راپورونو پر بنسټ، کابو ۶۰ چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته ولېږدول شوې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس