معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / دفاع وزارت د سرحدونو او ارزښتونو ساتنې لپاره اردو پیاوړې کوي

دفاع وزارت د سرحدونو او ارزښتونو ساتنې لپاره اردو پیاوړې کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح‌ الدین فطرت ویلي، چې د سرحدونو او ارزښتونو ساتنې لپاره خپله اردو پیاوړې کوي.

د نوموړي په خبره د اسلامي اردو جوړښت او روزنه د ګاونډیو او نورو هېوادونو سره د جګړې لپاره نه؛ بلکې د هېواد د سرحدونو او اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره ترسره کیږي.

لوی درستیز دغه څرګندونې د عبدالله بن مسعود جګړه‌ ییزو ګډو زده‌ کړو قومندانۍ د ۷۰۰ منسوبینو فراغت غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

فطرت همداراز ټینګار کړی چې افغانستان له ټولې نړۍ سره د مصالحې او خبرو اترو له لارې تعامل غواړي.

دا څرګندونې په داسې مهال کیږي، چې دې وروستیو کې افغان حکومت له ګاونډي پاکستان سره څو وار نښتو کې ښکیل شوی او تازه یې تورخم او خوست کې درنې نښتې کړې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس