معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / دفاع وزارت ۲۲۶ تنه پخواني منسوبين په دندو ګمارلي

دفاع وزارت ۲۲۶ تنه پخواني منسوبين په دندو ګمارلي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۸ نېټه):
ملي دفاع وزارت ویلي، چې د دې وزارت په تخنیکي، مسلکي او تخصصي برخو کې د بېلابېلو څانګو ۲۲۶ تنه منسوبین چې په وروستیو کې د خپلو دندو د خدمت ټاکلې مودې د پای‌ ته رسېدو له امله تقاعد ته سوق شوي وو، په بالمقطع ډول جذب کړي دي.
یاد وزارت همداراز هغه آوازې هم رد کړي، چې ګواکې د دې وزارت فني او مسلکي پرسونل د ذاتي قانون په پام کې نه نیولو سره ځینې کسان تقاعد ته سوق کړي.
دغه وزارت ژمنتیا ښودلې، چې مسلکي او متخصص کسان به جذب کوي او د اړتیا په صورت کې به یې له تجربو څخه ګټه اخلي.
تر دې وړاندې د سرپرست افغان حکومت د کابینې په ۳۰مه غونډه کې داسې پرېکړه شوې، چې ټولې دولتي ادارې کولی شي، هغه متقاعدین چې د کار کولو توانايي لري، په خپلو ادارو کې په “بالمقطع” ډول او معلولان په رسمي ډول جذب کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس