معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / دوستم وایي، ازبکستان او تاجکستان باید د تېر حکومت چورلکې مقاومت جبهې ته ورکړي

دوستم وایي، ازبکستان او تاجکستان باید د تېر حکومت چورلکې مقاومت جبهې ته ورکړي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۳ مه نېټه):
تېر حکومت کې د اشرف غني پخواني لومړي مرستیال په خپلو نویو څرګندونو کې له ازبکستان او تاجکستان څخه غوښتنه کړې، چې باید د تېر حکومت د پوځ چورلکې چې هلته ور وړل شوي دي، د مقاومت جبهې ته ورکړي.
عبدالرشید دوستم زیاته کړې، چې د مقاومت جبهه به له دغو چورلکو څخه د هېواد په ولایتونو کې کار واخلي.
افغان حکومت د دوستم دغو تازه څرګندونو په غبرګون کې څۀ نه دي ویلي، خو په تېر کې د افغان حکومت دفاع وزیر له دواړو هېوادونو په کلکه غوښتنه کړې وه چې یادې چورلکې دې اوسني حکومت چارواکو ته په واک کې ورکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس