معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ابریټ تخمونو له امله ننګرهار کې د سبزیجاتو حاصلات زیات شوي

د ابریټ تخمونو له امله ننګرهار کې د سبزیجاتو حاصلات زیات شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار کانال شرکت رییس ویلي، د هډې فارم په ۱۰۱ بابه شنو خونو کې یې د شپږ ډوله سبزیجاتو ابریټ تخمونو د کرلو پروسه پیل کړې ده.

د نوموړي په وینا یادو تخمونو چارې بریالۍ دي، چې په حاصلاتو کې یې د پام وړ زیاتوالی راوستی.

په دغو ابریټ شویو تخمونو کې یو هم بادرنګ دي، چې د زراعت برخې د فعالانو په وینا د دغو خونو په هره بسوه ځمکه کې یې ۲ سوه بوټي کرل کیږي چې هربوټی یې له اووه کیلو پورته حاصلات ورکوي.

دغو شنو خونو کې کارکوونکي هم له خپلو چارو خوښي څرګندوي او غواړي چې د دغو تخمونو د ترویج لپاره باید کروندګرو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ شي.

اوس مهال په عام بازار کې د سبزیجاتو ابریټ تخمونو یو کیلو بیه له ۱۲ سوو څخه تر دوه نیم زره امریکایي ډالرو پورې ده، چې د هقانانو په وینا اخیستل او کرل یې ورته د لوړې بیې درلودو له امله ستونزمن دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس