معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اختر ورځو پرمهال ننګرهار کې د ترافیکي پېښو له امله یو تن مړ او ۱۲۲ تنه نور ژوبل شوي

د اختر ورځو پرمهال ننګرهار کې د ترافیکي پېښو له امله یو تن مړ او ۱۲۲ تنه نور ژوبل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۴مه نېټه):
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اختر په شپو_ورځو کې ننګرهار سیمه ییز تخصصي روغتون ته د ټرافیکي پېښو له امله ۱۲۲ تنه ټپیان ور وړل شوي، چې له جملې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دوی په وینا د اختر لومړۍ ورځ ۴۲ تنه، په دوهمه ورځ ۴۳ او پۀ درېیمه ورځ ۳۷ تنه د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته وروړل شوي، چې یو شمېر یې تر درملنې وروسته کورونو ته رخصت شوي او پاتې نور یې لا هم بستر دي.
د خبرپاڼې له مخې یادو ورځو کې ۵۰ تنه د غذایي تسمم ناروغان هم د درملنې په موخه یاد روغتون ته وروړل شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس