معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ازبکستان د دیني علماوو پلاوی کابل ته راغلی

د ازبکستان د دیني علماوو پلاوی کابل ته راغلی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب  ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ازبکستان د دیني علماوو یو پلاوی کابل ته راغلی.

د حج، ارشاد او اوقافو وزارت وایي، چې دغه پلاوی د ازبکستان د مسلمانانو د ادارې رییس، مفتي نورالدین خالق نظر په مشرۍ د دغه وزارت د سرپرست نور محمد ثاقب په بلنه کابل ته راغلی دی.

د خبر پر بنسټ دغه پلاوي به د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا، دیني مسایلو، اسلامي زده کړو او د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د اړیکو پر ښه‌ والي د افغان حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لیکلي، دغه پلاوی به د افغانستان له تاریخي، مقدسو او مشهورو ځایونو څخه هم لیدنې ترسره کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس