کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د استخباراتو ریاست له لوري د هرات ولایت په غیبتان سیمه کې تېره شپه د داعـ.ـش ډلې یو مهم پټنځای باندې عملیات ترسره شوي دي.
امنیتي سرچینو ځینو رسنیو ته تایید کړې، چې په دغو عملیاتو کې د داعش ډلې یو مهم پټنځای په بشپړ ډول له منځه تللی او په کې دننه د یوې مېرمنې په ګډون شپږ تنه داعـ.ـش وسلوال له منځه تللي دي.
سرچینې ویلي، چې یادو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
حکومتي رسمي سرچینو تر دا دمه د دغو عملیاتو او جزیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/