کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۴ مه نېټه):
وروسته له هغې چې د اسټرالیا کرکټ ادارې افغانستان سره یو ورځنۍ لوبې لغوه کړې، دغه پرېکړه د افغان کرکټ او لوبغاړو له سخت غبرګون سره مخ شو.
افغان کرکټ بورډ او لوبغاړو دغه پرېکړه غیر عادلانه بللې وه.
د افغانستان کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د کرکټ لوبه باید له سیاسته جلا وساتل شي.
په غبرګون کې یې یو ځل بیا د اسټرالیا کرکټ ادارې له خپلې پرېکړې په دفاع سره ویلي، کله چې افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره ښه شرایط رامنځته شول، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ به لوبې بیا پیل شي.
ټاکل شوې وه چې د اسټرالیا کرکټ لوبډله د مارچ په میاشت کې هند ته له ورزشي سفر وروسته په متحده عربي اماراتو کې د دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره له خپلو افغان سیالانو سره مخامخ شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/