معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اطلاعات او کلتور وزارت وایي، د تاریخي آبداتو ساتل او رغول یې لومړیتوب دی

د اطلاعات او کلتور وزارت وایي، د تاریخي آبداتو ساتل او رغول یې لومړیتوب دی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال ویلي، چې د تاریخي ابداتو د ساتنې لپاره د ۰۱۲ په نوم د یوې قطعې جوړولو تشکیلات بشپړ شوي او د یوه کال په جریان کې سلګونه کسان د تاریخي ابداتو د ساتنې په موخه په دندو ګمارل شوي دي.
نوموړي د پکتیا بالاحصار د وضعیت ارزونې او بالاحصار اړوند د غصب شوې ځمکې راګرځولو په موخه دې ولایت ته سفر کړی.
د هنر او فرهنګ مرستیال د بالاحصار د لیدنې پر مهال ویلي، چې په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې يې د دې تاریخي کلا رغول او ترمیم ته لومړیتوب ورکړی.
نوموړي زیاته کړې، اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي، څومره اسانتیاوې او بودجه چې په خپل واک کې لري، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تاریخي آبداتو او سیمو په بیارغونه کې ولګول شي.
افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله ډېری تاریخي آبدات ویجاړ او یا نورو هېوادونو ته قاچاق شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس