معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین ترمنځ د اقتصادي دهلېز قرارداد تمدید شو

د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین ترمنځ د اقتصادي دهلېز قرارداد تمدید شو

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین ترمنځ د اقتصادي دهلېز څلور اړخیز قرارداد د ۲۰۲۵ کال لپاره تمدید شو.

د دې قرارداد د تمدید مراسم د ازبکستان په پلازمېنه کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ د مرستیال، مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په شتون کې ترسره شوي دي.

د خبر پر بنسټ د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د یاد اقتصادي دهلېز له لارې ۴۲۰۰ کانټینرونه انتقال شوي او د ۲۰۲۵ کال لپاره د قرارداد د تمدید په پایله کې به د انتقالاتو شمېر نور هم زیات شي، چې د سیمې په سوداګریزه وده کې به مهم اغېز ولري.

یاد اقتصادي دهلېز په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین ترمنځ جوړ شوی، چې د چین له لارې قرغزستان او ازبکستان څخه تېریږي او د حیرتان – مزار شریف اوسپنې پټلۍ سره نښلول کیږي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس