کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د آسیا ایمرجینګ جام په دوهمه نیمه پایلوبه کې د افغانستان الف لوبډلې د هندوستان الف لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
دغه سیالي تېره ورځ د عمان په کوربتوب ترسره شوه، چې د پچې تر ګټلو وروسته افغانستان د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره شلو اورونو کې ۲۰۶ منډې هدف ورکړ.
په افغان توپوهونکو کې یو وار بیا پیلیز توپوهونکي صدیقالله اتل تر ټولو مخکښ توپ وهونکی و، چې په ۸۳ منډو وسوځېد.
د هندۍ لوبډلې یوازینی بریالی توپ اچونکی راسخ سلام و، چې ۳ افغان لوبغاړي یې وسوځول.
د هندوستان الف لوبډلې د هدف په تعقیب ۱۸۶ منډې وکړې او ۷ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
دا لومړی ځل دی چې افغان ابدالیان د آسیا ایمرجېنګ جام پایلوبې ته وځي.
ټاکل شوې چې دغه پایلوبه سبا د اکټوبر په ۲۷مه نېټه د سریلانکا الف او افغان ابدالیانو ترمنځ ترسره شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/