معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان او ازبکستان ګډ بازار کې پانګوالو فعالیتونه پيل کړي

د افغانستان او ازبکستان ګډ بازار کې پانګوالو فعالیتونه پيل کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر افغان پانګوالو او کسبګرو د ازبکستان په سرخان ولایت کې د افغانستان او ازبکستان په ګډ بازار کې تازه خپل فعالیتونه پيل کړي.

د خبر پر بنسټ پانګوالو او کسبګرو د ګډ بازار جوړېدل د دواړو هېوادونو د خلکو د اقتصادي ودې لپاره ګټور ګام ګڼلی.

بل لور د دغه بازار مسوولین وايي، بازار کې د افغانانو لپاره هېڅ ډول محدودیتونه شتون نه‌ لري او د دواړو هېوادونو د پانګوالو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د مسوولینو په خبره دغه بازار کې د افغانستان او ازبکستان کسبګرو ته کرایه یو ډول ده او هر څوک چې لېوالتیا ولري، کولای شې په دغه بازار کې پانګونه وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس