معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ټرانزیټي بندر جوړیږي

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ټرانزیټي بندر جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې لومړۍ نېټه):
د راپورونو له مخې افغان حکومت ویلي، چې د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یو ټرانزیټي بندر جوړیږي.
د سرپرست حکومت ویاند ويلي، چې د دغه مسیر د جوړولو لپاره لګښت مشخص شوی او د دغې پروژې د عملي کولو لپاره هڅې دوام لري.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت، د بالامرغاب ولسوالۍ د مورچاق سیمې له ارزونې او د ولسوالۍ د اوسېدونکو د غوښتنو په اړه خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې له ترکمنستان سره د ټرانزیټي بندر د جوړولو په تړاو د دغه وزارت د سرپرست د سفر راپور به هم ژر د سرپرست حکومت مشر ته وړاندې کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې بیا د بادغیس په بالا مرغاب ولسوالۍ کې له ترکمنستان سره د ټرانزیټې بندر جوړېدل د هېواد سوداګرۍ او اقتصاد د پراختیا لپاره ګټور بولي.
سرپرست حکومت په داسې مهال له ترکمنستان سره د نوي بندر له جوړېدو خبر ورکوي، چې اوس‌ مهال له دغه هېواد سره د فاریاب آقینه او د هرات تورغونډۍ بندرونه فعال دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس