کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر د هند د بهرنیو چارو وزارت له استازي جي پي سنګ سره د دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي اړیکو په اړه خبرې کړي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه کتنه کې جي پي سنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ارزښتناکه بللې او څرګنده یې کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر په اړه د افغانستان، هند او د سیمې نورو هېوادونو د پلاویو ترمنځ خبرې – اترې پيل شي.
د روانو چارو د څارونکو په باور دا کتنه د دواړو هېوادونو لپاره د اقتصادي او سیاسي همکارۍ د لا پیاوړتیا لپاره مهم ګام ګڼل کیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/