معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان بانک د صرافانو انفرادي جوازونه فسخه اعلان کړل

د افغانستان بانک د صرافانو انفرادي جوازونه فسخه اعلان کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۸ نېټه):
د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تر دې وروسته د صرافانو ټول انفرادي جوازونه فسخه دي.
خبرپانه کاږي، د افغانستان بانک د غیر بانکي مالي موسسو په ځانګړې توګه د صرافیو او پولي خدمتونو د روڼتیا، ښه تنظیم او څارنې په موخه اړوند مقررات تعدیل او له معیارونو سره سم، لازم شرایط ورته وضع کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې د افغانستان بانک له نویو شرایطو سره سم، ټول انفرادي جوازونه فسخ کړي او د تېر کال په بهیر کې يې ۸۷۶ صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو ته شرکتي جوازونه ورکړي، چې د هغوی کړنې معیاري او په کړنو کې يې روڼتیا او اسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک، د بانکي سکتور ترڅنګ، د غیر بانکي مالي موسسو چې صرافان، د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي، د برېښنايي پیسو، تادیاتي او د وړو پورونو موسسې هم په دې کې شاملې دي، چې د تنظیم او پر کړنو د څارنې مسوولیت پرغاړه لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس