معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان بانک نوي پنځه سوه ګون او زرګون بانکنوټونه بازار ته باسي

د افغانستان بانک نوي پنځه سوه ګون او زرګون بانکنوټونه بازار ته باسي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان بانک د افغانۍ د زرګون او پنځه سوه ګون د زړو بانکنوټونو پرځای بازار ته د نویو بانکنوټونو د وړاندې کولو د پیل خبر ورکړی.
د افغانستان بانک مسوولینو ويلي، دا پروسه عملا په ټول هېواد کې روانه ده.
دوی زیاتوي، سربېره په دې چې د زړو بانکنوټونو د نورو ډولونو راټولول او بازارونو ته د نویو بانکنوټونو د عرضې بهیر لاهم روان دی.
مسوولین دغه راز خلکو ته لارښوونه کوي، چې په مرکز او ولایتونو کې دې د افغانستان بانک یا سوداګریزو بانکونو استازولیو ته مراجعه وکړي او تر لس زره افغانیو پورې نوي بانکنوټونه د زړو هغو په بدل کې ترلاسه کړي.
دا اندازه د لسګون او شلګون بانکنوټونو لپاره لس زره او د پنځوس ګون او سلګون لپاره ۴۰ زره افغانۍ ښودل شوې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس