معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان بانک وایي، د تېر کال په پرتله د افغانیو ارزښت ۲۶ سلنه زیات شوی

د افغانستان بانک وایي، د تېر کال په پرتله د افغانیو ارزښت ۲۶ سلنه زیات شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۹ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د افغانستان بانک مسوولینو ويلي، په ۲۰۲۳ کال کې د افغانیو ارزښت ۲۶ سلنه زیات شوی دی.

د راپور پر بنسټ، د دغه بانک مسوولینو زیاته کړې، چې د معقولو پولي پالیسو پلې کول، د افغانیو دودول، بهر ته د اسعارو د قاچاق مخنیوی، بهر ته د نغدي پیسو پر لېږد محدودیتونه، په دولتي کچه د غیر ضروري لګښتونو مخنیوی، د صادراتو زیاتېدل، روڼتیا او په هېواد کې د یو شمېر ملي او نړیوالو پروژو پیلېدل، هغه لاملونه دي، چې د افغانیو له ثابت پاتې کېدو سره یې مرسته کړې ده.

د کابل د شهزاده سرای صرافانو ټولنه بیا وايي، په بازار کې د نغدي پیسو کموالي هم د افغانیو ارزښت زیات کړی دی.

تر دې وړاندې هم یو شمېر بهرنیو رسنیو راپور ورکړی، چې تېر کال د افغانیو ارزښت ۱۴ سلنه زیاتوالی درلود او د نړیوال نوملړ په درېیم کتار کې یې ځای خپل کړی وو.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس